پکس د جولائي مياشتې ماهانه سيکيورټي رپورټ جاري کړې، رپورټ مطابق ملک کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې اضافه شوې، جولائي مياشت کښې يوسل دولس سيکيورټي اهلکاران شهيدان شوي، ولې کاروائيانو دوران څلور سوه يو ترهه ګر وژلي شوي، جولائي کښې څلور اوويا عام کسان او د امن کميټو نورلس غړي هم شهيدان شويدي، د ترهه ګرۍ سيوا شوي پيښو باوجود سيکيورټي فورسز کاروائيانې شدت سره جاري دي، چې په نتيجه کښې لوئې تعداد کښې شرخوښو خاتمه شوې ۔
د پکس رپورټ مطابق ملک کښې جولائي مياشت دوران د ترهه ګرۍ پيښې سيوا شوي،د ترهه ګرو خاتمې لپاره فورسز آپريشنونو کښې هم ښکاره تيزې راغلې ده، جولائي دوران مختلفو پيښو کښې يوسل دولس سيکيورټي اهلکاران شهيدان شويدي ۔
رپورټ کښې وئيلي چې جولائي کښې څلور سوه يو ترهه ګر وژلي شوي، کوم چې تير لسيزو دوران يو مياشت کښې وژل شوؤ ترهه ګرو تر ټولو لوئې شميره ده، جولائي کښې د ترهه ګرو وژنه کښې يوسل نهه فيصد اضافه ريکارډ کړې شوېده ۔
رپورټ ترمخه جولائي کښې څلور اوويا عام خلق او د امن کميټو نورلس غړي هم شهيدان شوي، بلوچستان کښې دوه شپيتۀ سيکيورټي اهلکاران او څلور پنځوس عام خلق شهيدان شويدي ۔
رپورټ کښې وئييلي شوي چې د خېبر پښتونخوا مختلفو علاقو کښې اتۀ ديرش اهلکار شهيدان شوي، ضم ضلعو کښې نهه اوويا سيکيورټي اهلکاران شهيدان شويدي ۔
رپورټ کښې زياته کړې شوې روان کال وړومبۍ اووۀ مياشتو دوران فورسز کاروائيانو کښې اتلس سوه اووۀ پنځوس شر خوښي وژلي شويدي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي چې دې موده کښې څلور سوه څلور ديرش اهلکار، څلور سوه درې شپيتۀ عام خلق او د امن کميټو دوه ديرش ارکان شهيدان شويدي ۔

