د اسلام آباد ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ د وفاقي وزيراحسن اقبال په حق کښې د هتک عزت دعوي منظور کړې،ايډيشنل سيشن جج حاکم خان د احسن اقبال په حق کښې فيصله اورولې او حکم ئي کړې چې مراد سعيد به احسن اقبال ته پنځويشت لکه روپے هرجانه ادا کوي،مراد سعيد په احسن اقبال د اوويا ارب روپۍ کرپشن الزامات لګولې وو، کوم ثابتولو لپاره چې مراد سعيد ثبوت نۀ دې وړاندې کړې ۔
اسلام آباد ايډيشنل سيشن حج حاکم خان د وفاقي وزير احسن اقبال په حق کښې د هتک عزت دعوى منظور کړې او مراد سعيد به احسن اقبال ته پنځويشت لکه روپې جرمانه ادا کولو حکم کړېدې ۔
عدالت فيصله کښې وئيلى چې د احسن اقبال عزت ته نقصان رسولو باندې به مراد سعيد پنځۀ ويشت لکه روپې ورکوى او د مراد سعيد لخوا په احسن اقبال د اوويا ارب روپو کرپشن الزامات ثابت نه شو ۔
عدالت خپله فيصله کښې دا هم وئيلي چې په احسن اقبال کرپشن ، اختياراتو ناجائز استعمال او غير قانوني کميشن الزامات هتک عزت دي ۔
عدالتي فيصلې مطابق احسن اقبال لس اربه روپۍ هرجانې دعوى کړې وه خو په دعوې ثبوتونو په رڼا کښې حد نه سيوا وه ، په متنازع بيان د احسن اقبال عزت او وقار متاثر شوې ۔
فيصله کښې وئيلې شوي چې تورونه لګيدو سره په عام خلقو کښې د احسن اقبال په اړه منفى تاثر پيدا شوې وو او د هغوى په ديانت او کردار نېغ په نېغه حمله وه ۔
عدالتي فيصله کښې مخکښې وئيلي شوي چې مراد سعيد نۀ خو پخپله عدالت ته وړاندې شوې او نه ئې څه قسمه ثبوت وړاندې کړې ۔

