سيکيورټي فورسز د خيبر پښتونخوا ضلع شمالي وزيرستان کښې انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې، آئي ايس پي آر مطابق آپريشن دوران بهارتي حمايت يافته پينځه ترهه ګر وژل شوي، ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود برآمد شوي، ولې د ډزو تبادله کښې ميجر حافظ احسان الهي شهيد شوي، وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز، قانون نافذ کونکو ادارو او عامو خلقو باندې حملو کښي ککړ وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لورې جاري د شمالي وزيرستان رزمک سيمه کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع آپريشن کړېدې، کارروائي دوران پينځه بهارتي حمايت يافته ترهه ګر وژل شويدي، وژلي شوي ترهه ګرو والقه نه وسله او ګوله بارود برآمد شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د سختو ډزو تبادله کښې ميجر حافظ احسان الهي شهيد شويدي، ميجر حافظ احسان الهي د خپلو ملګرو مشري کولو سره بهادرې سره جنګېدو دوران شهيد شويدې، شهيد ميجر حافظ احسان الهي د ميانوالي اوسېدونکې وو ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز، قانون نافذ کونکو ادارو او عامو خلقو باندې حملو کښي ککړ وو، په علاقه کښې ممکنه ترهه ګرو موجودګې لوجې کليئرنس آپريشن روان دې، سيکيورټي فورسز د ترهه ګرې مکمل خاتمې لپاره پرعزم دي ۔

