خېبرپښتونخوا کښې د روان کال وړومبو شپږو مياشتو دوران د ترهه ګرۍ په پېښو کښې په مجموعی توګه څلور سوه ديارلس کسان شهيدان شوي او نهه سوه يو کم اتيا ژوبل شوي دي.شهيد شوي کسانو کښې يو سل يو کم اتيا عام وګړي هم شامل دي ۔
پيښور: د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې لخوا جاري شوې رپورټ کښې وئيلي شوي چې تير شپږو مياشتو دوران د خېبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرې پيښو کښې يو سل، يو کم اتيا عام وګړي شهيدان او پنځه سوه ،څلور ديرش ژوبل شويدي ۔
رپورټ ترمخه د ترهه ګرۍ په بريدونو کښې يو سل څليريشت پوليس اهلکار شهيدان شوي او یو سل شپږ اوویا ژوبل شوي دي. د اېف سي شپږ شپيتۀ اهلکار شهيدان شوي او يو سل دولس اهلکار ژوبل شوي دي ۔
د سي ټي ډي رپورټ ترمخه د بنوں ضلع د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زياته متاثره سيمه پاتې شوې، چرته چې دوه پنځوس پوليس اهلکار او بنو کښې دري څلويښت عام وګړي شهيدان او يو سل پنځه نوي ژوبل شوي دي ۔
سي ټي ډي رپورټ مطابق په قبائلی سیمه شمالي وزيرستان کښې اوه ديرش عام وګړي شهيدان او يو سل پنځه نوي
ژوبل شوي دي ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوې ادارې په رپورټ کښې وئيلي شوي چې خېبر پښتونخوا کښې د ترهګرې پيښو کښي د ټولو نه زيات عام وګړي په شمالی وزیرستان ژوبل شوي دي ۔
رپورټ کښې زياته شوې چې د صوبې په نورو قبائيلي ضلعو، کوهستان، دير، سوات او پېښور کښې هم د ترهه ګرۍ يو شمير پېښې مخې ته راغلې دي ۔

