اسلام آباد کښې د يوې زنانه ژوند بچ کولو کوشش دوران د پاک فضائيه ګروپ کيپټن عاصم شهيد شويدې ،پوليس وئيلي چې سعد نومې ملزم يوې زنانه سره بدتميزي کوله ،چې دې دوران کيپټن عاصم ډز کښې ژوبل شوې وو او بيا ئې هسپتال کښې ساه ورکړېده .
اسلام آباد پوليس چارواکو مطابق د سرښار نائنتھ ايونيو باندې د پاک فضائيه ګروپ کيپټن عاصم تييرو چې دې دوران يو زنانه سره يو کس بدتميزي کوله ۔
پوليس ترمخه کيپټن عاصم د زنانه خوا ته ورغلې وو، او چې تپوس ئې ترې اوکړو نو زنانه د ويرې په حالت کښې د هغه د ګاډي خوا ته راغله او صورتحال نه ئې خبر کړو ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې دې دوران سعد نومې ملزم ډزې کړي چې پکښې کيپټن عاصم سخت ژوبل شوې او بيا هسپتال کښې شهيد شويدې ۔
د پوليس وينا مطابق متاثره زنانه خپل بيان کښې وئيلي چې کيپټن عاصم د هغې ژوند بچ کړې او ملزم د هغې سره آفس کښې کار کولو او پيښې نه پس تښتيدلې، پوليس نورې پلټنې شروع کړېدي ۔

