تیره ورځ باجوړ کښې شهیدشوې د پاک فوج ځوان ثاقب علی جنازې مونځ کاټلنګ کښې اداشوې، او بيافوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شويدې، جنازه کښې د شهيد خپل خپلوانو،د پاک فوج افسرانو او د علاقي خلقو په ګڼ شمیر کښې ګډون کړيدې ۔
کاټلنګ: باجوړ کښې تيره ورځ د ترهه ګرو حمله کښې شهید شوي د پاک فوج ځوان ثاقب علي جنازه د مردان تحصيل کاټلنګ کښې ادا شوې ده ۔
جنازې مونځ کښې د شهيد اهلکار خپلو خپلوانو، د پاک فوج افسرانو او د علاقي خلقو په ګڼ شمیر کښې ګډون کړې او هغۀ ته ئې د عقيدت پيررزونېو ړاندې کړېدي ۔
د جنازي وروستو د پاک فوج چمتو دستې شهید ته سلامي وړاندې کړي او هغه ئې د پوره فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې دې ۔
په دې موقع پاک فوج چمتو دستې لخوا د شهید په قبر ګلدسته هم ایښودې شوې ده ، شهيد ثاقب علي تيره ورځ قبائلي علاقه باجوړ کښې شهيد شوې وو ۔

