تهران کښې د ايران شهيد سپريم ليډر آيت الله خامنه اي د آخري رسوماتو آغاز شوې، وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير پشمول د پاکستان اهم شخصياتو د آيت الله خامنه اي آخري مراسمو کښې شرکت کړې او شهيد خدمات ته ئې خراج تحسين وړاندې کړېدې، وفاقي وزيران او د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري هم په دې موقع موجود وو، پاکستاني وفد د ايران چارواکو سره د سپريم ليډر په مړينه تعزيت کړېدې،فيلډ مارشل د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره اهم ملاقات هم کړې،شهيد سپريم ليډر به په نهمه جولائۍ مشهد کښې خاورو ته سپارلې شي ۔
تهران: د اسرائيلي ځمله کښې شهيد شوې د ايران سپريم ليډر مړې د تهران امام خميني حسينيه سنټر ته منتقل کړې شوېدې،اولس او د نړۍ اهم شخصيات د هغه ديدار کوي، د آيت الله خامنه اي د جنازې او تدفين مراسم به اووه ورځې جاري وي،شهيد سپريم ليډر به په نهمه جولائۍ مشهد کښې خاورو ته سپارلې شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايراني صدر مسعود پزشکيان، سپيکر باقر قاليباف او ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره تعزيت کړې او د شهيدسپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي درجات بلندۍ لپاره ئې دعا هم کړېده ۔
په دې موقع وزيراعظم د ايران سپريم ليډر مجتبیٰ خامنه اي ، ايراني صدر مسعود پزشکيان، او نور چارواکو سره په قامي سانحه د يو والي اظهار کړې او او شهيد رهنما خدمات ته ئې خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
فيلډ مارشل د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره تهران کښې ليدۀ کاتۀ کړي، فيلډ مارشل د شهيد آيت الله خامنه اي د ايران لپاره خدماتو ته خراج تحسين وړاندې کړې دې ۔
فيلډ مارشل عاصم منير د تهران دورې په موقع د ايراني دفاع وزير او نورو اهم چارواکو سره ملاقاتونه کړي او د شهيد خدمات ئې ستائلي دي ۔
نائب وزيراعظم اسحاق ډار، داخله وزير محسن نقوي، عطاالله تارړ، سندھ وزيراعلیٰ مراد علي شاه او بلاول بهټو زرداري هم ايران کښې موجود دي، د سينيټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني او د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي به هم د شهيدايراني سپريم ليډر د جنازه کښې ګډون کوي ۔

