خيبر پښتونخوا کښې د پي ډي ايم اے له اړخه د تيزو هواګانو ، باران اسماني تندر او فلس فلډ له وجې د شوو نقصاناتو رپورټ جاري کړې شويدې، د جاري شوي رپورټ تر مخه د ضلع خيبر باړه ذخه خيل سيمه کښي د تندر پريوتو په پېښه کښې دوه ماشومان مړه او دري ژوبل شوي، لوئر چترال کښې د تيز باران په نتيجه کښې اووۀ ويشت کورونه متاثره شويدي ۔
پيښور: د پي ډي ايم اے له اړخه جاري شوي رپورټ کښې وئيلے شوي چې لوئر چترال کښي د فلش فلډ له وجې دوه جوماتونو ، دوه دوکانونو ، او يو پل ته نقصان رسيدلے دې ۔
پي ډي ايم اے خپل رپورټ کښې وئيلي دي چې د فلش فلډپه نتيجه کښې څلور ګاډي او موټر سائکلي هم متاثره شوي دي ۔
رپورټ کښي وئيلې شوي چې د اپر چترال مختلفو سيمو کښي د فلش فلډ لوجې يو کور ، دصفا اوبو سکيمونو او نهرونو ته هم نقصان رسيدلې دې، ريسکيو او د نورو متعلقه ادارو ټيمونه مختلفو سيمو کښې په سرچ اينډ ريسکيو آپريشن کښي مصروف دي ۔
بلخوا د ملک مختلفو علاقو کښې د پشکال بارانونو سلسله شروع شويده،سرښار اسلام آباد او د خېبر پښتونخوا مختلفو برخو پشمول د ملک بعضې نورو سيمو کښې تيز بارانونه شويدي ۔
موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران هم خېبر پښتونخوا پشمول د ملک مختلفو سيمو خښې د باران امکان څرګند کړې او وئيلي دي چې د پشکال بارانونه به شپږمې جولائۍ پورې حائې په ځائې وقفې وقفې سره جاري وي ۔

