د ضلع بنو په شابري بهرت سيمه کښې ډزې شوي چې پکښې د زنانه پشمول پنځه کسان پحق رسيدلې، او دوه ژوبل شويدي، ژوبل کسان ډي ايچ کيو کښې زير علاج دي، پوليس وائي چې دا پيښه د زنانؤ په معامله مخې ته راغلې ده ۔
بنو: د پوليس بيان تر مخه دا افسوسناکه پيښه بنو ککي تهانړې حدود شابري بهرت سيمه کښې هغه مهال مخې ته راغله کله چې دوا فريقين په څه معامله لانجه شوې وو ۔
پوليس زياته کړې چې يو فريق بل پسې کور ته ورننوتي وو او ناترڅه ډزې ئې کړي، چي په نتيجه کښې ئې د کور ميرمن او د هغې دوه بچو پشمول پنځه کسان په موقع مړۀ شوي دي ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي دي چې د ملزمانو د ډزو نتيجه کښې يوې ماشومې پشمول دوه کسان ژوبل شوي دي ۔
د پيښې په اطلاع پوليس سمدستې سيمه ولقه کښې اخستې او مړو او ژوبل کسان ئې هسپتال ته رسولي دي، پوليس د پيښي مقدمه د نامعلومه ملزمانو خلافدرج کړې او تحقيقات ئې شروع کړيدي ۔

