پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې وزيراعظم دې خپله کابينه قابو کړي، ګنې وخت تيريدو سره به مشکلاتو کښې نوره هم اضافه اوشي،بلاول بهټو مطابق وزيراعظم شهبازشريف ډير محنت سره خپل کار کوي، آزاد کشمير مسائل حل کولو لپاره سياسي انداز کښې کوشش شوې،ولې يو وفاقي وزير اوور مړ کولو په ځائې نوره هوا ورکوي ، اوسه پورې معافي غوښتلو ته هم تيار نۀ دې ۔
اسلام آباد: قامي اسمبلۍ ته وينا پر مهال د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې وزيراعظم چې په کوم نيت اتحاديان او اپوزيشن انګيج کړي ، دا د ستائنې وړ دي، ولي ځينې وزيران داسې مشورې ورکوي چې کار کښې مشکلات پيدا کيږي ۔
بلاول بهټو اووئيل چې يو وزير وئيلي چې مونږ په جيب کښې دولس سيټونه رواړي دي ،نو مونږ څنګه د دوي حمايت اوکړو، راجه پرويز اشرف خواجه آصف ته خپله خبره واپس اخستو موقع ورکړې، ولي وزير دفاع معافي غوښتو لپاره تيار هم نۀ دې ۔
بلاول بهټو زياته کړې چې وزيراوعظم مثبت انداز کښې کار کوي او ملک مسائل نۀ راويستل غواړي ،آزاد کشمير مسائل حل کولو لپاره سياسي انداز کښې کوشش شوي ۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمين مخکښې اووئيل چې يو وزير يو څه وائي او بل وزير بل څه، وزيراعظم دې د کابينې غړي کنټرول کړي ګني وخت تيريدو سره به مشکلاتو کښې نوره اضافه اوشي ۔

