فيلډمارشل سيد عاصم منير سره دپاکستان په دوره راغلې ايراني صدر مسعود پزشکيان ملاقات کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې په دې موقع ايراني صدر منطقه کښې امن لپاره د پاکستان کوششونه ستائلي دي،فيلډمارشل عاصم منير وئيلي چې پاکستان به علاقائي امن او تعميرى سفارتکارۍ لپاره خپل کوششونه جاري ساتي ،آئي ايس پي آر ترمخه دواړه مشرانو منطقه کښې امن ، خوشحالۍ او استحکام لپاره په شريکه کار کولو باندې اتفاق هم کړېدې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د پاکستان په دوره راغلې ايراني صدر مسعود پزشکيان چيف آف آرمي سټاف،فيلډمارشل سيد عاصم منير سره ملاقات کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې ملاقات کښې د منطقې په مجموعي صورت حال ، امن لپاره روان کوششونو او د باهمي دلچسپۍ په مختلفو چارو خبرې شوي دي ۔
آئى ايس پى آر وينا ده چې ملاقات دوران ايراني صدر ډاکټر مسعود پزشکيان منطقه کښې په مکالمې ته وده ورکولو ، کشيدګي کمولو او علاقائي استحکام لپاره د پاکستان تعميرى او ذمه وارانه کردار ستائنه کړېده ۔
دوي د موجوده جغرافيائي او سياسي چيلنجونو دوران د تنازعاتو په پرامن حل کښې حوصله افزائي او علاقائي فريقينو ترمينځ باهمي مفاهمت ته وده ورکولو لپاره د پاکستان مسلسل کوششونو ته خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
فيلډمارشل سيد عاصم منير په دې موقع منطقه کښې امن او استحکام لپاره د پاکستان غير متزلزل عزم پخلې کړې او وئيلي دي چې پاکستان به علاقائي امن او تعميري سفارتکارۍ لپاره خپل کوششونه جاري ساتي ۔
ملاقات دوران دواړو مشرانو پاکستان او ايران ترمينځ دوه اړخيزه تعلقات مضبوطولو او باهمي دلچسپۍ په ټولو چارو مشاورت جارى ساتلو عزم اظهار کړې، دوي منطقه کښې امن ، خوشحالۍ او استحکام لپاره په شريکه کار کولو باندې هم اتفاق کړېدې ۔

