حکومت دپټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې دلوئي کمى اعلان کړې ،دېپټرول په قيمت کښې څلور اوويا روپۍ او ډيزل په قيمت کښې اووه شپيته روپې کمى اعلان شوي ،وزيراعظم محمدشهبازشريف وائى اولس سره مونږ چې کومه وعده کړې وه هغه يوپوره کړي ده ۔
وزيراعظم محمد شهباشريف د پټرول او ډيزل په قيمتونو کښې د لوئې کمى اعلان کړې او وئيلى چې د پټرول په قيمت کښې فى لټر څلور اوويا روپې کمى اعلان کوم او د ډيزل په قيمت کښې فى لټر اووه شپيته روپې کمى کړې شوې ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې د پټرولو فى ليټر قيمت کښې درې سوه درې اوويا روپې نه دوه سوه نهه نوى روپې کړې شوې دې ۔
هم دغه شان د ډيزل فى ليټر قيمت درې سوه اته اوويا روپې نه درې سوه يوولس روپې ته راکم کړې شوې ۔
وزيراعظم شهبازشريف خپل بيان کښې اووئيل قام سره مو چې کومه وعده کړې وه هغه مو پوره کړه ۔
وزيراعظم وينا وه چې قام په مشکل حالاتو کښې ډير د صبر مظاهره کړې د کوم چې مننه کوم او د اولس مشکلاتو راته اندازه شته ۔

