د پېښور اسلاميه کالج ټرائبل هاسټل کښي د سيکنډ ايئر طالب علم او يو ښۀ ايتهليټ زاهد د نامعلومه وجوهاتو لوجې خودکشي کړې، پوليس وينا مطابق د پېښې په حواله تحقيقات جاري دي ۔
پيښور: د پوليس د وينا ترمخه د اسلاميه کالج ټرائيل هاسټل کمره نمبر يو کم ديرشم کښې زاهد نومې يو ښۀ ايتهليټ خودکشي کړې ده ۔
د ملګري طالب علم وينا ده چې هغه کله د زاهد نومې طالب علم کمري ته ورغلو نو د هغه مړې په کمره کښې پروت وو چې د خودکشۍ پيښه معلوميده ۔
د اسلاميه کالج انتظامي وينا ده چې د سيکنډ ايئر د طالب علم زاهد تعلق دره آدم خيل سيمې سره وو چې يو ډير ښۀ ايتهليټ هم وو ۔
د کالج انتظاميې دا هم وئيلي دي چې زاهد په مختلفو مقابلو کښې د غوره کارکردګۍ په بنياد يو شمير ميډلز هم په خپل نوم کړي وو ۔

