اولني ټيسټ ميچ کښې بنګله ديش په يو سل ، څلور رنز پاکستان ته شکست ورکړيدې، د کوربه ټيم دوه سوه، اتۀ شپيتۀ رنز هدف جواب کښې قامي ټيم يوسل ،دري شپيتۀ رنز باندې آؤټ شويدې، کوربه ټيم دوه ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري هم ترلاسه کړېده، پاکستان طرف نه ټولو نه زيات عبدالله فضل شپږ شپيتۀ رنز جوړ کړي، د بنګله ديش کپتان نجم الحسن شانتو غوره بېټنګ باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
ډهاکه کرکټ ګراؤنډ کښې لوبيدلې د اولني ټيسټ ميچ په آخري ورځ بنګله ديش ټيم دوئم اننګز دوه سوه، څلويښت رنز باندې ډکليئر کړې وو او پاکستان ته ئې ګټي لپاره د دوه سوه، اتۀ شپيتۀ رنز هدف ورکړې وو ۔
بنګله ديش طرف نه ټولو نه زيات کپتان نجم الحسن شانتو اووۀ اتيا او مومن الحق شپړ پنځوس رنز جوړ کړي وو، پاکستان طرف نه نعمان علي او حسن علي درې، درې، شاهين شاه آفريدي دوه او محمد عباس يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
قامي ټيم د مقرره هدف په تعاقب کښې صرف په يو سل دري شپيتۀ رنز آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ، چې ورسره بنګله ديش ته دوه ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري هم ترلاسه شويده ۔
پاکستان طرف نه ټولو عبدالله فضل شپږ شپيتۀ، سلمان آغا شپږ ويشت، آذان اويس، سعود شکيل ،محمد رضوان پنځلس، پنځلس، امام الحق او کپتان شان مسعود دوه، دوه رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
بنګله ديش طرف نه ناهيد رانا شاندار بولنګ کړې او پنځه وکټې ئې په خپل نوم کړېدي، تسکين احمد،تيج الاسلام دوه، دوه او مهدي حسن مرزا يو وکټ اخستې وه ۔
د بنګله ديش ټيم اولني اننګز کښې څلور سوه ، څوارلس رنز باندې آؤټ شوې وو، د کوم جواب کښې چې قامي ټيم خپل اولني اننګز کښې درې سوه، شپږ اتيا رنز جوړ کړي وو، او کوربه ټيم ته د اووۀ ويشت رنز برتري هم ترلاسه شوې وه ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ دوئم او آخري ټيسټ ميچ به په شپاړسمه مئي شروع کيږې ۔

