د سوات سيمه مالم جبه کښې فلائنګ کوچ د ټريفکي پيښې ښکار شوې چي پکښي يوؤلس کسان پحق رسيدلي ، د پيښې ښکار شوې ګاډې د وادۀ جنج کښې شامل وو ۔
د سوات غريزه سيمه مالم جبه کښې د وادۀ په جنج کښې شامل يو فلائنګ کوچ د تيز رفتارۍ لوجې د پيښې ښکار شوې او کندې ته غورځيدلې دې ۔
د ريسکيو ترجمان وينا ترمخه ټريفکي پيښه کښې يوؤلس کسان پحق رسيدلي، په مړو کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي ۔
ريسکيو ميډيکل ټيم په فوري توګه د پيښې ځائې ته رسيدلې وو ، د مقامي خلقو سره ئې ژوبل او مړي هسپتال ته
منتقل کړي دي ۔
ريسکيو ترجمان مخکښې وئيلي دي چې د پيښې په موقع پنځه کسان پحق رسيدلي وو ، او نور هسپتال او په لاره ساه ورکړې ده ۔

