وفاقي حکومت د پټرول اور ډيزل نرخ کښې لويه اضافه کړې او د خاورو تيل قيمت کښې ئې لوئې کمې کړېدې، پټروليم ډويژن طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق د پټرول او ډيرل قيمت کښې في لټر شپږ ويشت روپۍ اووۀ اوويا پيسې اضافه شوې، د خاورو تيلو په نرخ کښې لټر په سر دري شپيتۀ روپۍ او شپيتۀ پيسې کمې شويدې ، نوې قيمتونه بيګا د شپې دولس بجو نه عملي شويدې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې پټرول قيمت کښې في لټر شپږ ويشت روپۍ ، اووۀ اوويا پيسې اضافه شوې، چې ورسره د پټرول نوې قيمت لټر په سر درې سوه، درې نوي روپۍ او پنځه ديرش پيسې مقرر شويدې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل قيمت هم في لټر شپږ ويشت روپۍ، اووۀ اوويا پيسې سيوا شوې، او نوې قيمت ئې لټر په سر درې سوه، اتيا روپۍ، نورلس پيسې مقرر شويدې ۔
پټروليم ډويژن ترمخه د خاورو تيلو قيمت کښې في لټر دري شپيتۀ پروپۍ او شپيتۀ پيسې کمې شوې، چې ورسره د دې نرخ في لټر درې سوه، پنځه شپيتۀ پيسې ته راکم شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې د پټروليم مصنوعات نوې نرخونه بيګا د شپې دولس بجو نه پس نافذ شويدي ۔

