د امريکى صدر ډونلډټرمپ د آبنائے هرمز ناکه بندي نۀ ختمولو اعلان کړېدې، صدرټرمپ دعوى کړې چې ايراني مشرانو ترمينځ اختلافات موجود دي ،هغۀ آبنائے هرمز کښې مائنونه خورونکي هره کشتۍ تباه کولو حکم هم کړې او وئيلي دي چې امريکې بحريه ته مې حکم کړې چې وړه يا لويه هره کشتۍ دې په نښه کړې شي ۔
واشنګټن: امريکې صدر ډونلډټرمپ خپل يو بيان کښې وئيلي چې آبنائے هرمز کښې مائنونه خورونکي هره کشتۍ به تباه کولې شي او امريکې بحريه ته ئې حکم کړې چې وړه يا لويه هره کشتۍ دې په نښه کړې شي ۔
صدر ټرمپ اووئيل چې د دښمن يو سل نهه پنځوس بحري جهازونه سمندر کښې لاندې تلې دي، د امريکې مائن سويپرز آبنائے هرمز صفا کولو کښې مصروفه دي او د آبنائے هرمز کاروائيانو کښې تيزي راوستو حکم شوېدې ۔
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ مخکښې وئيلي دي چې ايراني مشرانو ترمينځ سخت اختلافات پيدا شوي دي ۔
امريکې صدر دا هم وئيلي چې په آبنائے هرمز زمونږ مکمل کنټرول دې او امريکې بحريې اجازت نه بغير يو جهاز هم نۀ وتې شى او نۀ راتلې شي ، آبنائے هرمز په مکمل توګه بند کړې شوې تر څو چې ايران معاهده نۀ وي کړې ناکه بندي به جاري وي ۔

