د خېبر ضلعې باړه تحصيل په پائنده چينه کښې په يوه مدرسه تندر پريوتو پيښه کښې اتلس ماشومانې ژوبل شويدي،مقامي خلقو ژوبل شوي ماشومانې په سمدستي توګه هسپتال ته منتقل کړي، د ژوبل ماشومانو عمرونه د پنځه نه تر لس کالو پورې ښودلې شوي ۔
خيبر: ريسکيو چارواکو وئيلي دي چې د خېبر ضلعې په وادي تيرا ميدان پائنده چينه سيمه کښې د جينکو په مدرسه آسماني بجلي پريوتې ده ۔
ريکسيو چارواکو مطابق تندر پريوتو پيښه کښې اتلس نه سيوا ماشومانې طالب علمانې ژوبل شوي، چې عمرونه ئې دولس نه تر شپاړلس کالو پورې ښودلې کيږي ۔
بلخوا ژوبل شوي ماشومانې په سمدستي توګه نيزدې هسپتال ته منتقل کړې شوي، چرته چې ورته طبي امداد ورکړې شويدې ۔
ريسکيو چارواکو ترمخه ژوبل شوي ماشومانو حالت خطرې نه بهر ښودلې کيږي ،چارواکو وينا وه چي پيښه ناڅاپه موسمي صورتحال کښي دبدلون لوجې مخې ته راغلې ده ۔

