وفاقي وزير اطلاعات عطا الله تارړ وئيلي دي چې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټى فورسز آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري دې، دې آپريشن کښې اوسه پورې دافغان طالبانو رجيم شپږ سوه يو څلويښت ترهه ګر وژلي شوي، اتۀ سوه پنځه پنځوس ژوبل شويدي،دې دوران دوه سوه درې څلويښت چيک پوسټونه تباه کړې شوي،وزيراطلاعات مطابق دوه څلويښت چيک پوسټونه قبضه کښې اخستو نه پس تباه کړې شوىدي، کاروائيانو دوران افغانستان کښې پنځه شپيتۀ مختلف ځائيونه په نښۀ کړې شويدي ۔
اسلام آباد: وفاقى وزير اطلاعات و نشريات عطا الله تارړخپل يو بيان کښې وئيلي چې د سيکيورټى فورسز ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق ډير په ښه انداز کښې روان دې او يو شمير کاميابۍ پکښې ترلاسه کړې شويدي ۔
عطا الله تارړ وئيلي چې کاروايانو دوران د افغان طالبانو رجيم شپږ سوه يو څلويښت اهلکار مړه او اتۀ سوه پنځه پنځوس نه سيوا ژوبل شويدي ۔
عطا تارړ مخکښي اووئيل چې سيکيورټى فورسز د ترهه ګرو ډهانچې ته سخت نقصان رسولې ، دې دوران د ترهه ګرو دوه سوه دري څلويښت چيک پوسټونه تباه کړې شوي او دوه څلويښت چيک پوسټونه قبضه کښې اخستو نه پس تباه کړې شويدي ۔
وفاقى وزير اطلاعات وينا ده چې کاروائيانو دوران د افغان طالبانو رجيم دوه سوه نورلس ټينکونه او مسلح ګاډي هم تباه کړې شويدي ۔
د وفاقي وزير وينا وه چې افغانستان کښې پنځه شپيته مختلف ځايونو باندې فضائي کاروائيو په ذريعه د ترهه ګرو ټهکانې او اهداف په نښه کړې شويدي ۔
وفاقى وزير د دې عزم اظهار کړې چې حکومت او سيکيورټى فورسز ملک نه ترهه ګري ختمولو لپاره پرعزم دې او دا کاروائيانې به خپل منطقي انجام ته رسولې شي ۔

