د خېبر پښتونخوا کابينې غونډه کښې يو شمير منظوريانې ورکړې شوي چې پکښې د قائداعظم مزار فنډز لپاره د پنځه ملينه روپو ګرانټ، د تيراه پيښې ژوبل کسانو لپاره في کس پنځه ويشت لکه روپۍ معاوضې او د پيښور هائيکورټ ججانو لپاره د دوه بلټ پروف ګاډو اخستل شامل دي ۔
پيښور کښې د خېبر پښتونخوا کابينې غونډه د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي په مشرۍ کښې ترسره شوې ده ۔
د صوبائي کابينې غونډه کښې په محکمه تعليم کښې د استاذانو لپاره د اي ټرانسفر پاليسي دوه زره پنځه ويشت، د ايجوکيشن انډومنټ فنډز لپاره د دري سوه روپو ګرانټ ان ايډ او د ارګن ډونر مرحوم جواد خان اهلخانې عمرې ليږلو لپاره د يوويشت لکه روپو ګرانټ منظوري ورکړې شويده ۔
صوبائي کابينه کښې د احساس روزګار پروګرام لپاره د فنډز جاري کولو، د خيبر انسټي ټيوټ آف چائلډ هيلتھ اينډ چلډرن هسپتال پيښور لپاره هم د خصوصې فنډ منظوري ورکړې شويده ۔

