د پاکستان او افغانستان ترمينځ سعودي عرب کښې شوي مذاکرات ناکامه شوي، بهرملکي خبري ادارې وئيلي چې دا مذاکرات هم بغير د نتيجې ختم شوي، ولې فريقينو يو بل سره ډزبندي برقرار ساتلو باندې اتفاق کړېدې ،رپورټ ترمخه دغه مذاکرات د سعودي په رياض ښار کښې شوي، او د دې ميزباني سعودي عرب ، ترکيه او قطر په شريکه کړېده ۔
رياض: بهرملکي خبري ايجنسۍ خپل رپورټ کښې دعویٰ کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ مذاکراتو يو بل دور د سعوي عرب ښار رياض کښې شوېدې ۔
رپورټ مطابق دغه مذاکرات هم بے نتيجې ختم شوي،او هيڅ پيشرفت پکښې نۀ دې شوې، ولې فريقين ډز بندي برقرار ساتلو باندې متفق شويدي ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې دغه ناسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ د دوحه او استنبول مذاکراتو تسلسل دې ۔
د دې مذاکراتو ميزباني سعودي عرب کړې او دې کښې سعودي پشمول د ترکيه او قطر چارواکو هم ګډون کړېدې ۔
رپورټ ترمخه دوحه مذاکراتو نه پس استنبول کښې هم مذاکرات شوي وو ، د کوم وروستو چې دواړو ملکونو ترمينځ ډير حده پورې ډز بندي برقرار ده ۔
خبري ايجنسۍ خپل رپورټ کښې د پاکستان او افغانستان چارواکو په حواله وئيلي چې رياض مذاکرات د سعودي عرب پيشکش نه پس شوي دي ، ولې دې کښې هم هيڅ پيشرفت نۀ دې شوې ۔
رپورټ کښې مزيدتفصيلات نۀ دي ورکړې شوې، او نۀ پکښې د پاکستان او افغانستان طرف نه برخه اخستونکي چارواکو نومونه په مخې ته راغلي دي ۔

