افغانستان کښې د دوائيانو نرخونه د حد نه زيات شوي ، افغان سرښار کابل کښې د دوائيانو اخستل د عام خلقو د وس نه بهر شوي ، دمارکيټ ذرائعو ترمخه دوائيانو نرخونه د پاکستان سره د پولو بنديدو او موسمي ناروغو زياتيدو لوجې بره ختلي دي ۔
کابل: د رپورټونو ترمخه افغان سرښار کابل بشمول د افغانستان نورو ښارونو کښې د ژمي موسم سختيدو له امله موسمي ناروغۍ زياتې شويدي ۔
بلخوا طالبانو حکومت لخوا پاکستان نه د دوائيانو په درآمد پابندي او پولو ټرلو له امله مارکيټ کښې د دوائيانو کموخت پيدا شوې دې ۔
رپورټ زياتوي چې کابل کښې د دوائيانو نرخونه درې چنده سيوا شوي ، ميډيسن مارکيټ مطابق د دوائيانو ګودامونو کښې سټاک په ختميدو دې او حالات نور کړکيچن کيديشي ۔

