خېبرپښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ پيښو لوجې د نن نه پیښور ښار څلور ورځو لپاره سیل کړې شوې دې، ټول بازارونه او ښار ته تلونکې لارې سیل کړې شوي، افغان کډوالو په داخله باندې بندیز لګولې شوې،او د امنيت نور هم کلک ګامونه پورته خړې شويدي ۔
تيره ورځ په باجوړ کښې بمي چاودنې لوجې د نن نه پیښور ښار ته تلونکې ټولې لارې تړلې شوي، د ګلونو ښار ټول بازارونه ، مارکېټونه او تجارتي مراکز بند کړې شوېدي۔
پيښور کښې کوهاټی چوک ، سرکۍ ګیټ ، ګنج ګیټ ، چوک یاد ګار او کابلي ګیټ پشمول مختلف مقاماتو کښې ښار ته تلونکې لارې بند کړې شوېدي ۔
د نن نه څلور ورځو لپاره به پيښور ښار کښې کاروبار بند وي ،ښار ته تلونکې لارې د بندولو لوجې خلق مشکلاتو سره مخ شوي ښار ته د افغان کډوالو په راتګ باندی بندیز لګولې شوې، کاروبار په مکمل توګه بند کړې شوي، پیښور ته راتلونکی داخلي او خارجي لارو باندې سکیورټي سخته کړې شوېده ۔