کوئټه: د بلوچستان په قلات ضلع کښې په ګاډي بمي چاودنه شوې ، ګاډي کښي سوارۀ د ماشومانو او زنانؤ پشمول څلور کسان پحق رسيدلي ، پحق رسيدلي کسانو کښې د جے يو آئي مقامي مشر هم شامل دې ۔
د قلات کبوتو په مقام د سړک په غاړه نصب شوې بم ډزيدو سره ګاډي په مکمله توګه تباه شوې ، د چاونې لوجې ګاډي کښې سوارۀ دو ه زنانه ، يو ماشوم پشمول څلور کسان په موقع پحق رسيدلي دي ۔
مقامي ذرائعو وئيلي دي چې پحق رسيدلي کسانو کښې د جے يو آئي مقامي مشر عبد الله هم شامل دې، د پيښې وروستو پوليسو نورې پلټنې شروع کړېدي ۔
چاودنه کښې نور پنځه کسان ژوبل شوي هم دي څوک چې علاج لپاره د کوئټې هسپتال ته منتقل کړے شو ي دي ۔
د بلوچستان حکومت ترجمان د چاونې غندنه کړې او وئيلي دي چې د پيښي پلټنې روانې دي او امنيت وضع په ځائې ساتل به په هرحال کښي يقيني کولې شي ۔