د جماعتِ اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان په شپږ ويشتم اپريل ټول ملک کښې د شټر ډاؤن هړتال اعلان کړې او وئيلي دي چې يو کنټينر هم زمونږ لار نشي بندولې، خو پوليس سره انښته نۀ غواړو ۔
اسلام آباد: د غزه يوالي مارچ ته خطاب کښې د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان اووئيل چې فلسطين رونړو ته يوالې پيغام ورکوؤ، فلسطين سره زمونږ تعلق د ايمان او عقيدے دې ۔
هغۀ اووئيل چې ځينې خلق پاکستان ته اسرائيل ته تلي دي او هغو سره ئې وعدې کړېدي، اسرائيل سره تعلقات ښۀ کولو کښې به هر څۀ برباد شي ۔
هغه اووئيل چې د فلسطين مقدمه چلونکو ته خراج تحسين وړاندې کوؤ، اسرائيل په فلسطين ظلمونه کوي او فلسطين ئې د ملبې ډيران جوړ کړېدې،حکمرانانو ته وائيو چې اسرائيل خلاف دې آواز پورته کړي، ټولو اختلافاتو باوجود د فلسطين او کشمير لپاره دې يو شي ۔
حافظ نعيم الرحمان زياته کړې چې يو کنټينر زمونږ لاره نشي اودرولې خو پوليس سره انښته نۀ غواړو، او مطالبه ئې کړې چې اسلام آباد کښې دې د حماس دفتر کهولاؤ کړې شي ۔