اسلام آباد:سپريم کورټ د ترهه ګرۍ پيښو لپاره د رياستي مشينرۍ استعمال خلاف دائر شوې درخواست سماعت لپاره مقرر کړېدې ۔
جسټس امين الدين مشرۍ کښې پنځه کيسزه آئيني بنچ به په څوارلسم اپريل د مقدمې ابتدائي سماعت کوي ۔
د ترهه ګرۍ پيښو کښې په مبينه توګه د رياستي مشينرۍ استعمال خلاف سپريم کورټ کښې درې کاله وړاندې درخواست دائر شوې وو ۔
دغه درخواست سماعت لپاره مقرر شوې، او آئيني بنچ به په څوارلسم اپريل د دې مقدمې ابتدائي سماعت کوي ۔
درخواست کښې تور لګولې شوې چې ترهه ګرۍ پيښو کښې رياستي مشينري استعماليږي ۔
عدالت دې لړ کښې درخواست سماعت لپاره مقرر کړې او دې لړ کښې درخواست ګزار او نورو فريقينو ته نوټسې هم جاري کړيدي ۔