اسلام آباد: سفارتي ذرائعو وئيلي دي چې د امريکائي کانګريس وفد د جيک بريګمين او ټام سوازي مشرۍ کښې پنځلسم اپريل پورې د پاکستان په دوره اسلام آباد ته رارسيدلي دي ۔
ذرائعو ترمخه امريکائي وفد به وزيراعظم شهبازشريف، وزير خارجه اسحاق ډار ، عسکري قيادت او نورو اهم چارواکو سره ليدۀ کاتۀ کوي ۔
دغه ملاقاتونو کښې به د پاکستان معيشت، دوه اړخيزه تجارت، دفاعي او عسکري اړيکو او تعليم پشمول نورو شعبو کښې يو بل سره مرستې سيوا کولو باندې خبرې کيږي ۔
ذرائعو ترمخه امريکائي کانګريس وفد به د کشمير او ايل او سي دوره هم کوي ،وفد سره به پاکستاني اعلیٰ چارواکي هم موجود وي ۔