امريکني حکومت مختلف يونيورسټو کښې د پاکستانيانو پشمول د نورو ملکونو د څلور سوه طالب علمانو ويزې منسوخ کړي دي ۔
امريکني خبري ادارو ترمخه د سټوډنټانو دا ويزې بغير د څه پيشګي اطلاع منسوخ کړې شويدي،د هارورډ،يوسي ايل اے،اسټينفورډ او يونيورسټي آف مشيګن پشمول د ځني نورو تعليمي ادارو د طالب علمانو ويزې منسوخ شويدي ۔
امريکائي ميډيا مطابق د ويزو منسوخ کيدو مختلف وجوهات کيديشي ولې د تعليمي ادارو انتظاميه وائي چې حکومت خاموشۍ سره دا ګام پورته کوي ۔
کومو يونيورسټو طالب علمانو ويزي منسوخ شوي ، هغي کښې د هارورډ ، اسټينفورډ ، يوسي ايل اے او يونيورسټي آف مشيګن شامل دي ۔ د طالب علمانو زياتره ويزې د سيوس سسټم آډټ دوران منسوخ کړے شويدي ۔
بلخوا تعليمي ادارو او بشري حقونو غړو په دې سختې انديښني څرګند کړي ، يونيورسټيز طالب علمانو ته قانوني مرستو ورکولو کښي مصروفه دي ۔