شمالي وزيرستان کښې د تيل او ګيس لوئې ذخيرې دريافت شوې، کوم چې ملک و قام لپاره غوره خبر دې ۔
دا ذخيرې شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کښې دريافت شوي، ددې ځائې نه به يوميه درې سوه لس بي بي ايل تيل ترلاسه کيږي ۔
ماري انرجيز د پنځه پنځوست فيصد حقوق سره بنيادي آپريټر دې، دغه رنګ او جي ډي سي ايل پنځه ديرش فيصد او ، اورينټ پټروليم لس فيصد سره دريم نمبر شراکت دار دې ۔
د ګيس په دريافت باندې چيئرمين ماري انرجيز د سيکيورټي فورسز، صوبائي او وفاقي حکومتونو او نورو شراکت دارو شکريه ادا کړې ۔