لاهور: د چيمپئنز ټرافي خونده ور ميچونه پاکستان کښې جاري دي ،د ميګا ايونټ افغانستان انګلينډ ته په اته رنز شکست ورکړې ،او دچيمپئنز ټرافۍ نه ئې بهر کړيدې ۔
افغانستان مقرره اوورونو کښې اووه وکټو په زيان درې سوه، پنځه ويشت رنز جوړ کړي وو چې پکښې ابراهيم زدران شاندار يو سل، اووه اوويا رنزونو شاندار اننګزهم شامل وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د انګلينډ ټول ټيم په درې سوه، اوولس رنز آوټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ،افغانستان طرف نه عظمت الله عمرزئي پنځه او محمد نبي دوه وکټې په خپل نوم کړيدي ۔
انګلينډ لخوا جو روټ هم شاندار سنچري سکور کړې او يو سل شل رنز باندې آؤټ شوې وو، بين ډکټ اتۀ ديرش او جيمي اوورټن دوه ديرش رنز جوړولو کښې کامياب شوي وو ۔