هرارے کښې لوبيدلې دريم او آخري ټي ټوينټي ميچ کښې زمبابوے اول بيټنګ کړې وو او افغانستان ته ئې ميچ ګټي لپاره د يو سل اته ويشت رنز هدف ورکړې وو ۔
افغانستان طرف نه راشد خان څلور، نوين الحق، مجيب الرحمان او عظمت الله عمرزئي دوه، دوه وکټې اخستې وې ۔
د کوربه ټيم مقرره هدف افغانستان د اووه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ سره سره سيريز ئې هم دوه ، يو سره په خپل نوم کړېدې ۔
افغانستان طرف نه عظمت الله عمرزئي څلور ديرش، محمد نبي څليريشت او ګلبدين نائب دوه ويشت رنز جوړ کړېدي ۔
د افغانستان عظمت الله عمرزئي ميچ کښې شاندار آل راونډ کارکردګۍ باندې بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
نوين الحق درې ميچونو کښې اته وکټې اخستو باندې د سيريز بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔