دبئۍ کښې لوبيدلې انډر19 ايشيا کپ فائنل ميچ کښې بنګله ديش په نهه پنځوس رنز بهارت ته شکست ورکړے او ټائټل ئې په خپل نوم کړيدې ۔
بهارت د ټاس ګټلو ورستو د فيلډنګ فيصله کړې وه، بنګله ديش وړومبي بيټنګ کولو سره د ميچ ګټي لپاره يو سل نهه نوي رنز هدف ورکړې وو ۔
د مقرره په تعاقب کښې د بهارت ټول ټيم په شپږ ديرشم اوور کښې په يو سل نهه ديرش رنز آوټ شوې او ميچ ئې بائللې دې ۔
بنګله ديش طرف نه عزيز الحکيم او اقبال حسين ايمان درې ، درې وکتې په خپل نوم کړي او د ميچ ګټه کښې ئې ټيم لپاره لوئې کردار لوبولې دې ۔
د بنګله ديش اقبال حسين ايمان د فائنل ميچ او سيريز بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔