بلاوائيو کښې لوبيدلې د ټي ټونټي سيريز دوئم ميچ کښې زمبابوے د پاکستان خلاف ټاس ګټلې وو او وړومبې ئې د بيټنګ فېصله کړې وه ، د قامي ټيم باولرانو شاندار باولنګ لوجې کوربه ټيم په اووه پنځوس رنز آؤت شوې وو۔
سپينر سفيان مقيم د خپل کيريئر بهترين باولنګ کړې او صرف درې رنزونو ورکولو سره ئې پنځه وکټې ترلاسه کړيدى، عباس آفريدى دوه ، حارث روف، سلمان على آغا او ابراراحمد يو، يو وکټ په خپل نوم کړې ده ۔
پاکستاني اوپنرانو د اته پنځوس رنز هدف بغير د وکټ پريوتو نه په شپږم اوور کښې پوره کړې او ميچ ګټلو سره سره ئې د درې ميچونو سيريز کښې هم دوه صفر سره فيصله کن برتري ترلاسه کړې ده ۔
سفيان مقيم شاندار باولنګ باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې دې ،پاکستان طرف نه ټي ټوينټي فارميټ کښې سفيان مقيم کم رنز باندې پنځه وکټو اخستو سره نوې ريکارډ جوړ کړېدې ۔
ګرين شرټس وړومبې ټى ټونټى ميچ کښې هم ښه لوبه کړې وه او اووه پنځوس رنزونو سره ئې کاميابى ترلاسه کړې وه ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ دريم او آخري ميچ به په پنځم دسمبر لوبيږي ۔