Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    پي ايس ايل ايليمينيټر، لاهور قلندرز په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې

    مې 22, 2025

    ميډيا مونږ سره يو ځائې جنګ کړې، نړۍ ته ئې وئيلې چې مونږ رښتيا وائيو،فيلډ مارشل عاصم منير

    مې 22, 2025

    سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

    مې 22, 2025

    بهرني سرپرستۍ کښې کار کونکي ملک دښمنه عناصر به تباه برباد کولې شي،کورکمانډرز کانفرنس

    مې 22, 2025

    پاکستان د بهارت نه د 1971 جنګ بدله اخستې، وزيراعظم شهبازشريف

    مې 22, 2025
    Facebook X (Twitter) Instagram
    جمعه, مې 23, 2025
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      پي ايس ايل ايليمينيټر، لاهور قلندرز په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې

      مې 22, 2025

      ميډيا مونږ سره يو ځائې جنګ کړې، نړۍ ته ئې وئيلې چې مونږ رښتيا وائيو،فيلډ مارشل عاصم منير

      مې 22, 2025

      سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

      مې 22, 2025

      بهرني سرپرستۍ کښې کار کونکي ملک دښمنه عناصر به تباه برباد کولې شي،کورکمانډرز کانفرنس

      مې 22, 2025

      پاکستان د بهارت نه د 1971 جنګ بدله اخستې، وزيراعظم شهبازشريف

      مې 22, 2025
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      افغانستان حکومت د خضدار سکول بس حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې

      مې 22, 2025

      د سيمې امن او استحکام لپاره پاکستان،افغانستان او چين مشترکه کوششونه کولو باندې متفق

      مې 21, 2025

      طورخم بارډر څخه د افغانانو ډي پورټ کولو سلسله په شپږويشتمه ورځ هم جاري

      اپریل 26, 2025

      افغان مهاجرينو او غير قانوني کډوالو خپل هېواد ته واپسۍ سلسله جاري

      اپریل 20, 2025

      پاکستان او افغانستان به يو بل خلاف خپلې زمکې استعمالولو اجازت نۀ ورکوي، اسحاق ډار

      اپریل 19, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      د نيلم منير د وادۀ تصويران په سوشل ميډيا ډير زيات اوکتلې شو

      جنوري 8, 2025

      د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

      سپتمبر 23, 2024

      د اسلام آباد يو شخصي پوهنتون کښې د ګِټ ټوګيدر يوه خوندوره دستوره

      سپتمبر 15, 2024

      دپاکستان پخواني وزيراعظم لپاره مې سندره نۀ ده وئيلې،کمار سانو

      اگست 12, 2024

      جیسن سټيتم په خپل موټر د فلسطین بیرغ لګولے

      اکتوبر 25, 2023
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » آيا د ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په پښتونخوا کښې د ترهه ګرو خلاف جنګ کولو صلاحيت لري؟
    خېبرپښتونخوا

    آيا د ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په پښتونخوا کښې د ترهه ګرو خلاف جنګ کولو صلاحيت لري؟

    دسمبر 3, 2024څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Does CTD have the capacity to end terrorism in Khyber Pakhtunkhwa?
    د فوري او مؤثر ګامونو سخت ضرورت دې چې د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي نوره چمتو کړې شي ۔
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    اسلام آباد( ويب ډيسک) خيبرپښتونخوا تير شل کالو راهسې د ترهه ګرۍ د ناسور نه تر ټولو زياته ځپلې شوې صوبه ده، دلته قانون نافذ کونکې اداري د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې کردار ادا کړې او اوس هم دغه کردار ادا کوي او دې دوران پاک فوج او نورو سيکيورټي ادارو هيو شمير کاميابۍ هم ترلاسه کړيي، ولې دد ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې پشان نورې صوبائي ادارې د وسائلو کمي لوجې حکومتي توجو ته اوس هم سترګې په لار دي ۔

    دوه زره دوه ويشتم کښې د دسمبر مياشت کښې د بنو سي ټي ډې تهاڼې باندې د ترهه ګرو حملې پر مهال د دې ادارې تولې کمزورۍ په ډاګه شوې وې، چرته چې د بنيادي انفراسټرکچر نيشتوالي لوجې سوالونه پورته شوي وو ۔

    بلخوا وفاقي حکومت دوه زره لسم نه تر دوه زره څليريشتم پورې خېبر پښتونخوا ته د ترهه ګرۍ خلاف جنګ لپاره خواؤشا پنځه سوه اربه روپې فراهم کړيدي، صرف د دوه زره دري ويشتم او څليريشتم مالي کال اولنې نهه مياشتو کښې صوبې ته شپږ پنځوس اربه روپې ورکړې شوي،ولې دا لوئې فنډ د سي ټي ډي په استعداد نۀ دي خرچ کړې شوي ۔

    دې تر څنګ خيبر پښتونخوا کښې دوه زره دوه ويشتم پورې د سي ټي ډي نفري دوه زره، يو سل ،پنځه ديرش وه، بنو حملې نه پس سختو نيوکو وروستو تازه ترين اعداد و شمار مطابق د سي ټي ډي د عملې شميره څلور زره، څلور سوه، ديرش چې پکښې اخلې پخلې کونکي يونې کُک، کلرکان او ډرائيوران شامل دي ، دا شميره هر لحاظ سره صوبه کښې موجود د ترهه ګرۍ خطرو مخنيوي لپاره کافي نۀ ده ۔

    د خېبر پښتونخوا ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په صحيح معنو کښې چمتو کولو کښې يو شمير خنډان دي، چې پکښې يو لوئې مسئله پي ايس پي افسران د صوبائي حکومت لخوا په سي ټي ډي کښې نۀ تعينات کول دي ۔

    دوه زره دوه ويشتم پورې سي ټي ډې کښې صرف يو سينئر افسر وو ، چا به چې د قائم مقام ډي آئي جي په توګه خپلې ذمه واريانې سنبالولې ، ولې بلخوا پنجاب سي ټي ډي کښې تقريباَ َ اتلس سينئر افسران او او دوه ډي آئي جيز تعينات دي ۔

    د پاک فوج لخوا بار بار وينا نه پس تير کال په وړومبي ځل سي ټي ډي خېبرپښتونخوا کښې اته ايس پيز تعينات کولو سفارش شوې وو، کوم چې اوس هم صوبې ته ورپيښ چيلنجونو حساب سره ډير کم دي ۔

    دا مهال خېبرپښتونخوا کښې سي ټي ډې ته د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د جديد تربيت سخت ضرورت دې، تير دوه کالو دوران خېبرپښتونخوا کښې د سي ټي ډي يو تربيتي پروګرام هم نۀ دې تابيا کړې شوې او نۀ دې لړ کښې فنډ جاري شويدې ۔

    دې تر څنګ ريوارډ فنډ لپاره سي ټي ډې خېبرپښتونخوا سره صرف د دوه اعشاريه پنځه کروړ روپې فنډ موجود دې ،بلخوا پنجاب سي ټي ډې سره دغه فنډ اووه ويشت اعشاريه شپږ کروړه روپې دې ۔

    د خپل ډيتافرانزک لپاره هم د خېبرپښتونخوا سي ټي ډې  پنجاب باندې انحصار کوي ۔

    اعداد و شمار مطابق د ترهه ګرۍ تر ټولو زياتې مقدمې بلوچستان کښې څلور ديرش فيصده او خېبرپښتونخوا کښې دوه ديرش فيصده دي، ولې د دې مقدمو فيصلې او سزاګانو شرح انتهائي کمه ده، او د دې يوه وجه د سي ټي ډې کمزورې تفتيش هم دې ۔

    پاک فوج خېبرپښتونخوا کښې سي ټي ډې لپاره د جديد طرز هيډکوارټر پشمول نور يو شمير سهوليات فراهم کړي وو ،ولې ناکافي وسائلو لوجې دې اقداماتو مطلابه نتائج هم نۀ دي ورکړي ۔

    دپنجاب او سندهـ  سي ټي ډې مقابله کښې د خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارپ مالي او انتظامي چارو کښې ډيره زياته وروستو ده ، شهدا پيکج د نورو صوبو مقابله يو سل پنځوس فيصده کم دې، چې لوجې ئې د ادارې حوصلې کمزورې وي ،بلخوا د کرپشن مسئلې د ادارې په کارکردګۍ منفي اثراتو غورځوي ۔

    د صوبائي حکومت سي ټي ډې کښې دلچسپي نۀ اخستو او کرپشن دا حال دې چې سي ټي ډې کښې بهرتۍ لپاره اشتهار ورکړې شوې وو، په زرګاؤ خلقو فيس ورکړې وو او درخواستونه ئې جمع کړې وو، او د دې مد کښې دوه کروړه روپې جمع شوې وې، ولې بيا دغه بهرتيانې منسوخ کړې شوې ،د بهرتيانو دغه شان منسوخي د بدانتظامۍ او کرپشن يو اعلیٰ مثال دې ۔

    د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زيات زيان پورته کونکې صوبې کښې د سي ټي ډې دغه کمزوريانې د تشويش وړ دي ۔

    سيکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ خلاف مؤثره کاروائيانې کوي، ولې د سي ټي ډې کمزورو لوجې ترهه ګرو ته دوباره د منظم کيدو موقعې ميلاويږي ۔

    قانون نافذ کول او امن و امان برقرار ساتل په بنيادي توګه د مقامي انتظاميې او پوليسو ذمه واري ده، ولې د خېبرپښتونخوا حکومت دې ذمه وارو پورا کولو کښې ناکامه په نظر راځي ۔

    دې وخت کښې د فوري او مؤثر ګامونو سخت ضرورت دې چې د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي نوره چمتو کړې شي، جديد ټيکنالوجي ،غوره مالي وسائل، او د عملې پيشه ورانه تربيت په ذريعه د دې خطرې مخنيوې اوکړي شي ،که چرې دا هر څه نظر انداز کښې شي نو بيا به د ترهه ګرۍ سيوا شوې خطرې قابو کول ډېر زيات ګران شي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهپاکستان دوئم ټي ټوينټي ميچ هم ګټلې،زمبابوے ته ئې په لس وکټو ماتې ورکړې
    بله مقاله د جنوبى کوريا صدر ملک کښې مارشل لا لګولې ده
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

    مې 22, 2025

    بهرني سرپرستۍ کښې کار کونکي ملک دښمنه عناصر به تباه برباد کولې شي،کورکمانډرز کانفرنس

    مې 22, 2025

    پاکستان د بهارت نه د 1971 جنګ بدله اخستې، وزيراعظم شهبازشريف

    مې 22, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    پي ايس ايل ايليمينيټر، لاهور قلندرز په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې

    مې 22, 2025

    ميډيا مونږ سره يو ځائې جنګ کړې، نړۍ ته ئې وئيلې چې مونږ رښتيا وائيو،فيلډ مارشل عاصم منير

    مې 22, 2025

    سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

    مې 22, 2025

    بهرني سرپرستۍ کښې کار کونکي ملک دښمنه عناصر به تباه برباد کولې شي،کورکمانډرز کانفرنس

    مې 22, 2025
    سرلیکونه
    قامى خبرونه مې 22, 2025

    پي ايس ايل ايليمينيټر، لاهور قلندرز په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې

    د پاکستان سپر ليګ لسم ايډيشن خوندور ميچونه جاري، ايلي مينيټر ميچ کښې لاهور قلندرز…

    ميډيا مونږ سره يو ځائې جنګ کړې، نړۍ ته ئې وئيلې چې مونږ رښتيا وائيو،فيلډ مارشل عاصم منير

    مې 22, 2025

    سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

    مې 22, 2025
    ډیر لیدل شوی

    جمرود:د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې پاک افغان لويه لار بند،بعضې مظاهرچيان په پيسو ګاډي پريږدي،ټرانسپورټرز او خلق مشکلاتو سره مخ

    اکتوبر 10, 202482 Views

    بیرسټر سیف خپل ګوند ته وړاندیز کړی چې حکومت دې خبرو ته وهڅوي

    دسمبر 19, 202460 Views

    خېبرپښتونخوا حکومت ټول وسائل د باني پي ټي آئي جلسو لپاره استعمالوي،محمد علي شاه باچه

    اکتوبر 1, 202454 Views
    د مدیر انتخاب

    پي ايس ايل ايليمينيټر، لاهور قلندرز په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې

    مې 22, 2025

    ميډيا مونږ سره يو ځائې جنګ کړې، نړۍ ته ئې وئيلې چې مونږ رښتيا وائيو،فيلډ مارشل عاصم منير

    مې 22, 2025

    سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شو

    مې 22, 2025
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2025 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.