دبئي کښې جاري د انډر نائنټين ايشا کپ کرکټ ټورنامنټ په اووم ميچ کښې يو اے ټاس ګټلې وو او پاکستان ته ئې د بيټنګ بلنه ورکړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورونو کښې درې وکټو په زيان درې سوه، څوارلس رنز جوړ کړي وو، چې پکښې شاه زيب خان شاندار يو سل دوه ديرش او محمد رياض الله يو سل شپږ رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
عثمان خان په يو څلويښت رنز آؤټ شوې وو او فهام الحق په شل رنز ناټ آؤټ پاتې شوې وو ،يو اے اي طرف نه نور الله ايوبي دوه وکټي په خپل نوم کړې وې ۔
د پاکستان درې سوه څوارلس رنز هدف تعاقب کښې يو اے اي مقرره اوورونو کښې اتۀ وکټو په زيان دوه سوه پنځه څلويښت رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې ۔
متحده عرب امارات ټيم کښې ايتهن ډي سوزا ټولو نه زيات څلور اتيا او محمد ريان پنځوس رنز جوړ کړي وو ،پاکستان طرف نه عبدالسبحان شاندار باؤلنګ کړې او شپږ وکټې ئې اختسي،محمد احمد دوه وکټې په خپل نوم کړيدي ۔
ياده دې وي چې پاکستان خپل اولني ميچ کښې بهارتي ټيم ته په دري څلويښت شکست ورکړې وو ۔