پاکستان دوئم ون ډے ميچ کښې زمبابوے ته په لس وکټو شکست ورکړې او د درې ميچونو سيريز ئې يو،يو سره برابر کړېدې۔ د کوربه ټيم يو سل شپږ څلويښت رنز هدف قامي ټيم اوپنرانو پورا کړې،او ميچ ئې ګټلې دې ۔
د زمبابوے بلاوائيو سټيډيم کښې لوبيدلې ميچ کښې کوربه ټيم ټاس ګټلو نه پس اول د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
د زمبابوے ټول ټيم دري ديرشم اوور کښې په يو سل پنځه څلويښت رنز آؤټ شوې وو، پاکستان طرف نه ابراراحمد څلور، سلمان علي آغا درې، صائم ايوب او فيصل اکرم يو، يو وکټ اخستې وه ۔
د يو سل شپږ څلويښت رنز هدف قامي ټيم نورلسم اوور کښې بغير د څه نقصان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
پاکستان طرف نه صائم ايوب شانداره سنچري سکور کړې او په يو سل ديارلس رنز ناټ آټ پاتې شويدې، عبدالله شفيق دوه ديرش رنز باندې ناقابل شکست پاتې شويدې ۔
شاندار سنچري جوړولو او يو وکټ اخستو باندې صائم ايوب د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
دوئم ميچ ګټلو سره دواړو ټيمونو ترمينځ سيريز يو، يو سره برابر شوېدې ، د سيريز آخري او فيصله کن ميچ به زيارت په ورځ لوبيږي ۔