اسلام آباد: د نيشنل ايکشن د پلان ايپکس کميټۍ اهم اجلاس شوې، غونډي ته آرمي چيف جنرل عاصم منير مختصر خطاب هم کړېدې ۔
آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير اووئيل چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې هر پاکستاني سپاهي دې، که څوک په وردۍ کښې وي يا څوک د وردۍ نه بغير، مونږ به ټول په شريکه د ترهه ګرې ناسور سره جنګيږو ۔
هغه اووئيل چې په مونږ ټولو آئين پاکستان مقدم دې، آئين مونږ ته د پاکستان اندروني او بيروني سيکيورټي ذمه واري راکوي، څوک چې ملکي سيکيورټي کښې خنډ جوړيږي، مونږ کار نه منع کوي هغه به نتيجو سره مخ کيږي ۔
آرمي چيف زياته کړه چې پاک آرمي او قانون نافذ کونکې ادارے روزانه په بنياد کښې د خپلو شهيدانو قرباني ورکوي، پاک آرمي ګورننس کښې موجود خاميانې د شهداؤ قربانو ورکولو سره لري کوي ۔