اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې شوې د نيشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ اجلاس اعلاميه جاري شوي، اجلاس کښې د سکيورټې بدليدونکې منظرنامے او ترهه ګرۍ او انتها پسند ۍ مخنيوي په اړه بريفنګ ورکړې شويدې ۔
د غونډې اعلاميه کېښ وئيلي شوي چې اجلاس کښې بلوچستان کښې د سرګرم ترهه ګر تنظيمونو خلاف جامع فوجي آپريشن کولو منظوري ورکړې شويده ۔
اعلاميې ترمخه اجلاس کښې دنيکټا بحالۍ او قامي او صوبائي انيټلي جنس فيوژن او تهريټ اسسمنټ سينټر قيام باندې هم اتفاق شويدې ۔
اعلاميې مطابق د ترهه ګرۍ خلاف آپريشن کښې به د مجيد بريګيډ ، بلوچستان ليبريشن آرمي ،بلوچستان لبريشن فرنټ ، او بلوچ اجوهي سانګر په نښه کولے شي ۔
اعلاميې ترمخه ترهه ګر تنظيمونه د پاکستان معاشي ترقۍ مخه نيولو کښې ککړ دي، او معصوم وګړي ئې هم په نښه کړېدي، صوبائي ايپکس کميټو زير نګراني ضلعي رابطه کميټو د قيام هم فيصله اوکړے شوه ۔