په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۶ خوارجیان وژل شوي دي.
د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په 2 بېلو عملياتو كښې 6 خوارجان وژلي دي۔
دغه عمليات دشمالي وزيرستان په دوسالي او دجنوبي وزيرستان په خرمنګ سيمه کې شوي دي .
ISPR وايي، خوارج په پاکستان کې د نفوذ هڅه کوي، پاکستان له لنډمهاله افغان حکومته غوښتي چې د پولې موثر مدیریت دې وکړي. تمه ده چې د افغانستان موقت حکومت به خپل مسوولیتونه ادا کړي.
ISPR وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونه د سرحدونو ساتنې او د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.