اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کېښ د وفاقي کابينې مهمه غونډۀ شوې چې پکښې په متفقه توګه د آئي پي پيز يعنې کرائے بجلي ګهرو سره شوې معاهدې ختمولو اعلان کړې شويدې ۔
کابينې اجلاس ته وينا پر مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې د دې لوظنامو ختمولو سره به اولس ته سالانه شپيته اربه روپو بچت کيږې ۔
وزيراعظم اووئيل چې د ټاسک فورس سفارشاتو نه پس وفاقي کابينې آئي پي پيز سره معاهدې ختمولو منظوري ورکړې شوې او دې سره به د بجلۍ في يونټ نرخ کېښ لوئې کمې راځي ۔
شهبازشريف مخکښې اووئيل چې پنځه آئي پي پيز سره معاهده ختمولو سره به د ملکي خزانې څلور سوه يوولس اربه روپو بچت کيږې او آئي پي پيز ته به د واجب الادا رقم سود هم نه ادا کيږې ۔
وزيراعظم زياته کړې چې معاهدې ختمولو نه پس به وفاقي حکومت لخوا آئي پي پي زته هيڅ قسمه ادائيګيانې هم نه کيږې ، او دي نه پس پس به نورو معاهدې ختمولو باندې هم کار کيږې ۔