جمرود کښې پاک افغان شاهراه باندې د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې شاهراه بند ده، او د قبيلې بعضې مظاهرچيان پيسې اخلي او ګاډو ته د تګ راتګ اجازت ورکوي، چې لوجې ئې د ټرانسپورټرانو او خلقو مشکلات يو په دوه شويدي ۔
وئيلي کيږې چې د کوکي خيل قبيلې دغه مظاهرچيانو د پي ټي ايم غير قانون عدالت ته جمرود کښې ځائې هم ورکړېدې ۔
ټرانسپورټرانو وئيلي چې د کوکي خيل قبيلې مظاهرچيانو نوې طريقې شروع کړې او زمونږ نه پيسې اخلي او ګاډي پريږدي ۔
دوي اووئيل چې په دې مرکزي شاهراه زياتره هاغه ګاډو ته د تګ راتګ اجازت وي کوم نه چې مظاهرچيان پيسې اخلي ۔
ډرائيورانو مخکښې وئيلي چې مونږ ډير ستونزو سره مخ يو، او هيڅوک مو تپوس قدرې نۀ کوي ۔
ډرائيورانو غوښتنه کړې چې د کوکي خيل مظاهرچيانو دهرنا دې فوري ختم کړې شي او زمونږ مشکلات حل کيدو نه پس مونږ لپاره آسانۍ پيدا کړې شي ۔
دوي زياته کړې چې کلهم ډرائيوران دغه شاهره نه ګاډې وړاندې بوځي نو دې دوران اکثر مظاهرچيانو سره لانجې هم کيږې ۔
ډرائيورانو تور لګولې چې کوم عزت دار ټرانسپورټرز دي او پيسې نۀ ورکوي د هغوي ګاډي په شاهراه بند دي او چې کوم ډرائيوران پيسې ورکوي د هغوي ګاډو ته بغير د نمبر نه د تلو راتلو اجازت ورکولې کيږي ۔