د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی علی امین ګنډاپور د پښتون تحفظ موومنټ د کارکنانو د وژنې سخت نوټس اخستې او په دې اړه ئې حکومتي او اپوزشن ډلو سره مشاورت هم کړېدې ۔
وزیر اعلی علی امین ګنډاپور په خېبر کښې د پي ټي ایم معامله پرامن حل کولو لپاره کوششونه هم شروع کړېدي ۔
وزیر اعلی علی امین ګنډاپور نن وزیر اعلی هاؤس کښې لويه جرګه يعنې ګرينډ جرګه هم رابللې چې پکښې به وفاقي وزیر داخله محسن نقوي هم په خصوصی توګه ګډون کوي ۔
غونډه کښې به قبائلي مشران او نور سياسي او مذهبي مشران هم شرکت کوي ۔
غونډه کښې به په ضلع خېبرکښې د پښتون تحفظ موومنټ د پښتون عدالت په معامله غور کيږې او دا معامله پرامن طريقې سره حل کولو کوشش به کولې شي ۔
تيره شپه ناوخته هم د وزیر اعلی په مشری کښې غونډه شوې وه چې پکښې د اپوزشن ډلو او حکومتی غړو د تعاون کولو او مسئله پرامن حل کولو پیشکش شوې وو، او دې لړ کښې وزیر اعلی د ټولو اراکينو شکریه هم ادا کړې وه ۔
غونډه کښې د سیاسی جماعتونو پارلیمانی لیډران شریک شوې وو په غونډه کښې په خېبر کښې جاری کشیدګې د حل کولو لپاره حکومتی او اپوزشن غړو باندې مشتمل یو کمیټې جوړه کړې شوې ۔
وزیر اعلی وینا وه چې نن وفاقی وزیر داخله وزیر اعلی هاؤس ته راروان دی غونډه تابیا کړی شوې په هغی کښې پارلیمانی لیډرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې شوېده ۔
وزیر اعلی وینا وه چی په صوبه کښې امنیت قائم کولو لپاره به مهمی فیصلې کولی شی ۔