Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026

    آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

    مارچ 11, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    پنجشنبه, مارچ 12, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

      مارچ 12, 2026

      پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

      مارچ 12, 2026

      د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

      مارچ 12, 2026

      آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

      مارچ 11, 2026

      د افغان عبوري حکومت د جارحيت او ترهه ګرو خلاف غضب للحق آپريشن کاميابۍ سره جاري

      مارچ 11, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق جاري،د افغان طالبانو پنځه سوه درې اتيا اهلکار وژلي شوي، اووۀ سوه، پنځه نوي ژوبل

      مارچ 8, 2026

      عطا تارړ په افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې

      مارچ 6, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » پښتونخوااسمبلۍ کښې د پي ټي آئي غړو د ملم جبه د چاودنې په اړه سوالونه پورته کړي
    خېبرپښتونخوا

    پښتونخوااسمبلۍ کښې د پي ټي آئي غړو د ملم جبه د چاودنې په اړه سوالونه پورته کړي

    سپتمبر 23, 2024Updated:سپتمبر 23, 2024څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Khyber Pakhtunkhwa Assembly, PTI members raised several questions on the Malam Jabba blast
    د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کښې د صوبې امن و امان په اړه تود بحث شوې ۔ ۔ ۔ فوټو فائل
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    پيښور: دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه په اول ځل د ډپټي سپيکر ثريا بي بي په مشرۍ کښې  شوې ده چې پکښې د مالم جبه په چاودنه کښې د شهيدانو او ژوبل اهلکارو لپاره دعا هم شويده ۔

    د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کښې د صوبې امن و امان  په اړه تود بحث شوې، د صوبائي اسمبلۍ غړي عبدالغني اووئيل چې پاکستان او د دې ادارې زمونږ دي، مونږ هغه حقوق نه لرو چې په یو جمهوري ملک کښې مونږ ته ميلاويدل پکار دي ۔

    هغه اووئيل چې خلق د باني پي ټي آئي  سره ولاړ دي، خلقو ثابته کړې چې د وزیر اعلی پشمول هیڅوک د جلسې لپاره لاهور ته نۀ وو رسیدلي ۔

    عبدالغني اووئيل چې داسې صورتحال وي نو بيا بي ملک څنګه  ترقي کوي ،قانون عملي کول ډير ضروري دي ۔

    د هاؤسنګ خصوصي مرستيال ډاکټر امجد په اسمبلۍ کښې د خبرو پر مهال اووئيل چې سوات ته د دولسو هېوادونو سفيران راغلي وو، د دې صرف ډي سي او نور متعلقه  چارواکوته پته وه، بل هيڅوک نۀ وو خبر،نو بيا ترهه ګرو ته څنګه پته اولګيده چې دومره اهم شخصيات ملم جبه ته راځي ۔

    ډاکټر امجد اووئیل چې د امریکې خبري اداره  د دولسو هیوادونو په سفيرانو د حملې خبر د ټولو نه اول ورکوي، آخر دا ولې ملکي خبري ادارو نه دا هر څه پټ ساتلي کيږي ۔

    ډاکټر امجد زياته کړه چې په بهرنۍ ميډيا د خبرونو خپرول د اسټيبلشمنټ  لپاره د شرم خبره ده ۔

    ډاکټر امجد زياته  کړه چې  د سوات امن ته خطره ده ، دوي دا هر څه دې د پاره کوي ، او دا لوبه ئې جوړه کړې چې د سوات ځنګلونه پنجاب ته یوسي ۔

    د صوبايي اسمبلۍ غړي ارباب عثمان په خپلو خبرو کښې اووئيل چې خوشحاله يو چې تير دوه هفتو راهسې اسمبلۍ کښې جمهوريت او حقوق باندې خبرې کيږي، دې دوران قرارداد کښې صرف د مظاهرو او د ظلم غندنه شويده ۔

    د وحدت المسلمین رکن  علي حادي اووئيل چې دا څنګه صورتحال جوړ کړې شوې چې د دوؤ ډلو ترمينځ جنګ په ټول قام مسلط کول کيږي، حکومت جرګې کوي خو هيڅ نتيجه ئې مخې ته نۀ راځي ۔

    صوبائي وزير فضل حکيم اووئيل  چې د سوات خلقود کال 2012 نه پس زمونږ حالات ښه شوي دي، نن سبا بهرني خلق په سوات کښې سرمايه کاري کول غواړي، سوات د ټول ملک د خلکقو د تفريح ځائې ګرځېدلې ۔

    هغه اووئيل چې سوات په بمي چاؤدنو او ځانمرګي بريدونو تباه شوې، اوس هغوي يو ځل بيا مونږ ته جهټکې راکول کيږي، ، مونږ آئين او قانون منو، مونږ د ادارو اطاعت کوو، بيا هم مونږ سره ظلم زياتې کيږي ۔

    د مسلم ليګ (ن) اسمبلۍ غړي ثوبيه شاهد اووئيل چې ما وئيلي وو که بغير د اين او سي نه جلسې لپاره لاړې  نو خنډان به راروان وي د صوبې د غريب اولس څلويښت  لکه روپۍ ضائع کړې شويدي ۔ .

    ثوبيه شاهد مخکښې اووئيل چې تاسو  زما د خبرو لوجې  درې بجې لاړې، ما د ریحام خان  د کتاب په اړه هيڅ نۀ وو وئيلي ۔

    هغې اووئيل چې ته د مئي په نهمه په ټيلیفون ژړاګانې کوې که چرې  پي ټي آئي حکومت د  فوج په اړه شکایات لرې، نو ليکلې دې ورکړي چې مونږ ته فوج نۀ دې پکار ۔

    ثوبیه شاهد زیاته کړه چې تاسو خلق بائد عملي کار اوکړې، په خبرو کښې هیڅ ګټه نشته، د اسمبلۍ په اجلاس  هره ورځ څلویښت لکه روپې خرچه کيږي،، تاسو د هغه فوج  خبرې کوې چې څلور کاله یې په اوږو کښينولې وې، داسې مۀ کوې ،هره ورځ پاک فوج خلاف خبرې مۀ کوې ، ډرامه بنده کړې ۔

    د خوراک صوبايي وزير ميجر سجاد خټک ايوان  ته وينا کښې اووئيل چې د منظور پشتين په جرګه کښې د ګډون کولو خبره چا کړې وه، د اغيارو د جنګ مرستې چا کړې وې، او دا چې دې جنګونو په اړه فتوے چا جاري کړې وې؟

    هغه اووئيل چې  علي امین ګنډاپور د اپیکس کمیټۍ غونډه  کښې د افغانستان په اړه د خبرو کولو غوښتنه نۀ وه کړې ،منت ئې کړې وو، د رياست بيانيه ده چې پاکستان کښې ټوله ترهه ګري د افغانستان نه کيږي، خواجه آصف داسې تاثر ورکړې چې ګنې مونږ په رياست حمله کړې ،ستاسو قائد خو وائي چې پښتانه بے وقوف دي ۔

    ميجر سجاد خټک دا هم وئيلي چې کله تۀ خپل حق نۀ غواړې نو بيا وزيرستان او بلوچستان هر ځائې کښې محفوظ ئې، او کۀ چرې خپل حق غواړې نو بيا اسلام آباد کښې هم محفوظ نۀ ئې ،مونږ د ادارو خلاف نۀ يو، پي ټي آئي د ټولو ګوندونو نه زيات د فوج سپورټ کوي،مونږ صرف د شخصياتو خلاف يو، چې خپل ځان هر څه ګنړي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په کرم کښې د روانې شخړې نوټس اخستې
    بله مقاله د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026
    سرلیکونه
    سر خبر مارچ 12, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مشرقِ وسطیٰ کشيدګي، وزيراعظم شهباز شريف په مختصر دوره  سعودي عرب ته رسيدلې، وزير اعظم…

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024120 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024117 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024105 Views
    د مدیر انتخاب

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.