پيښور: دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه په اول ځل د ډپټي سپيکر ثريا بي بي په مشرۍ کښې شوې ده چې پکښې د مالم جبه په چاودنه کښې د شهيدانو او ژوبل اهلکارو لپاره دعا هم شويده ۔
د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کښې د صوبې امن و امان په اړه تود بحث شوې، د صوبائي اسمبلۍ غړي عبدالغني اووئيل چې پاکستان او د دې ادارې زمونږ دي، مونږ هغه حقوق نه لرو چې په یو جمهوري ملک کښې مونږ ته ميلاويدل پکار دي ۔
هغه اووئيل چې خلق د باني پي ټي آئي سره ولاړ دي، خلقو ثابته کړې چې د وزیر اعلی پشمول هیڅوک د جلسې لپاره لاهور ته نۀ وو رسیدلي ۔
عبدالغني اووئيل چې داسې صورتحال وي نو بيا بي ملک څنګه ترقي کوي ،قانون عملي کول ډير ضروري دي ۔
د هاؤسنګ خصوصي مرستيال ډاکټر امجد په اسمبلۍ کښې د خبرو پر مهال اووئيل چې سوات ته د دولسو هېوادونو سفيران راغلي وو، د دې صرف ډي سي او نور متعلقه چارواکوته پته وه، بل هيڅوک نۀ وو خبر،نو بيا ترهه ګرو ته څنګه پته اولګيده چې دومره اهم شخصيات ملم جبه ته راځي ۔
ډاکټر امجد اووئیل چې د امریکې خبري اداره د دولسو هیوادونو په سفيرانو د حملې خبر د ټولو نه اول ورکوي، آخر دا ولې ملکي خبري ادارو نه دا هر څه پټ ساتلي کيږي ۔
ډاکټر امجد زياته کړه چې په بهرنۍ ميډيا د خبرونو خپرول د اسټيبلشمنټ لپاره د شرم خبره ده ۔
ډاکټر امجد زياته کړه چې د سوات امن ته خطره ده ، دوي دا هر څه دې د پاره کوي ، او دا لوبه ئې جوړه کړې چې د سوات ځنګلونه پنجاب ته یوسي ۔
د صوبايي اسمبلۍ غړي ارباب عثمان په خپلو خبرو کښې اووئيل چې خوشحاله يو چې تير دوه هفتو راهسې اسمبلۍ کښې جمهوريت او حقوق باندې خبرې کيږي، دې دوران قرارداد کښې صرف د مظاهرو او د ظلم غندنه شويده ۔
د وحدت المسلمین رکن علي حادي اووئيل چې دا څنګه صورتحال جوړ کړې شوې چې د دوؤ ډلو ترمينځ جنګ په ټول قام مسلط کول کيږي، حکومت جرګې کوي خو هيڅ نتيجه ئې مخې ته نۀ راځي ۔
صوبائي وزير فضل حکيم اووئيل چې د سوات خلقود کال 2012 نه پس زمونږ حالات ښه شوي دي، نن سبا بهرني خلق په سوات کښې سرمايه کاري کول غواړي، سوات د ټول ملک د خلکقو د تفريح ځائې ګرځېدلې ۔
هغه اووئيل چې سوات په بمي چاؤدنو او ځانمرګي بريدونو تباه شوې، اوس هغوي يو ځل بيا مونږ ته جهټکې راکول کيږي، ، مونږ آئين او قانون منو، مونږ د ادارو اطاعت کوو، بيا هم مونږ سره ظلم زياتې کيږي ۔
د مسلم ليګ (ن) اسمبلۍ غړي ثوبيه شاهد اووئيل چې ما وئيلي وو که بغير د اين او سي نه جلسې لپاره لاړې نو خنډان به راروان وي د صوبې د غريب اولس څلويښت لکه روپۍ ضائع کړې شويدي ۔ .
ثوبيه شاهد مخکښې اووئيل چې تاسو زما د خبرو لوجې درې بجې لاړې، ما د ریحام خان د کتاب په اړه هيڅ نۀ وو وئيلي ۔
هغې اووئيل چې ته د مئي په نهمه په ټيلیفون ژړاګانې کوې که چرې پي ټي آئي حکومت د فوج په اړه شکایات لرې، نو ليکلې دې ورکړي چې مونږ ته فوج نۀ دې پکار ۔
ثوبیه شاهد زیاته کړه چې تاسو خلق بائد عملي کار اوکړې، په خبرو کښې هیڅ ګټه نشته، د اسمبلۍ په اجلاس هره ورځ څلویښت لکه روپې خرچه کيږي،، تاسو د هغه فوج خبرې کوې چې څلور کاله یې په اوږو کښينولې وې، داسې مۀ کوې ،هره ورځ پاک فوج خلاف خبرې مۀ کوې ، ډرامه بنده کړې ۔
د خوراک صوبايي وزير ميجر سجاد خټک ايوان ته وينا کښې اووئيل چې د منظور پشتين په جرګه کښې د ګډون کولو خبره چا کړې وه، د اغيارو د جنګ مرستې چا کړې وې، او دا چې دې جنګونو په اړه فتوے چا جاري کړې وې؟
هغه اووئيل چې علي امین ګنډاپور د اپیکس کمیټۍ غونډه کښې د افغانستان په اړه د خبرو کولو غوښتنه نۀ وه کړې ،منت ئې کړې وو، د رياست بيانيه ده چې پاکستان کښې ټوله ترهه ګري د افغانستان نه کيږي، خواجه آصف داسې تاثر ورکړې چې ګنې مونږ په رياست حمله کړې ،ستاسو قائد خو وائي چې پښتانه بے وقوف دي ۔
ميجر سجاد خټک دا هم وئيلي چې کله تۀ خپل حق نۀ غواړې نو بيا وزيرستان او بلوچستان هر ځائې کښې محفوظ ئې، او کۀ چرې خپل حق غواړې نو بيا اسلام آباد کښې هم محفوظ نۀ ئې ،مونږ د ادارو خلاف نۀ يو، پي ټي آئي د ټولو ګوندونو نه زيات د فوج سپورټ کوي،مونږ صرف د شخصياتو خلاف يو، چې خپل ځان هر څه ګنړي ۔