پيښور: د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په کرم کښې دقبائيلي نښتې وروستو دحالاتو نوټس اخستې او دې لړ کښې ئې د قبائلي چارو محکمي، د کوهاټ کمشنر او آر پي او ته خط جاري کړې دې ۔
وزيراعلیٰ طرف نه متعلقه چارواکو ته ليکلې شوې خط کښې وئيلي شوي چې په کرم کښې له یوه کال راهسې جاري دي، د کرم دغه شخړې د انتظاميې کوششونو لوجې څه وخت لپاره ختم شي ولې مستقل نۀ حل کيږې ۔
د وزيراعلیٰ په خپل خط کښې محکمه داخله ته د مسئلې حل لپاره د جرګې جوړولو هدايت کړې او وئيلي دي چې دې لړ کښې دې د ځائي عمائدينو او مشرانو ،د اسمبلۍ اراکينو او نور سپين روبو جرګه راوبللې شي ۔
خط کښې وئيلي شوي چې جرګه دې د مسئلې مستقل حل لپاره خپل تجاويوز تيار کړي او صوبائي حکومت ته دې وړاندې کړي ۔
ياده دې وي چې کرم ضلع کښې د بوشهره او احمد زئي قبائلو ترمينځ تير درې ورځو راهسې د مورچو جوړو او نورو لانجو باندې شخړه جاري ده ۔
دغه شخړه کښې تردې دمه دواړو فريقينو نه يوولس کسان پحق رسيدلي او پنځه ويشت پورې ژوبل شويدي ۔
دغه نښتې لوجې علاقه کښې د تګ راتګ زياتره لارې بندې دي، او ځائې خلق د مختلفو مشکلاتو سره مخ دي ۔
ځائي مشرانو مطالبه کړې چې کرمه کښې امن و امان په ځائې کيدو لپاره دې په فوري توګه ګامونه پورته کړې شي ، که چرې دا شخړي فوري ختم نکړې شوه نو دوي به هم په احتجاج لاس پورته کړي ۔
بلخوا د کرمې ډپټي کمشنر وئيلي چې د شخړې حل لپاره د جرګې د لارې کوششونه جاري دي ۔