اسلام آبادکښې دسيفران وزير امير مقام او اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ شريکې خبري کانفرنس ته وينا کړېده ۔
په دې موقع وفاقي وزير امير مقام وئيلي چې تيره ورځ سنګجاني په مقام پي ټي ئي جلسه کښې د غريبې صوبے وسائلو بے دريغه استعمال شوېدې ۔
امير مقام اووئيل چې ريسکيو ډبل ون ډبل ټوپشمول نورسرکاري ګاډي هم استعمال شويدي ۔
امير مقام د علي امين ته وزيراعلیٰ وئيل د عهدے سپکاوي ګرځولې او وئيلي دي چې داسې تن د صوبے وزيراعلیٰ څنګ کيدي شې ۔
امير مقام دا هم وئيلي چې علي امين ګنډاپور جلسه کښې د الفاظو استعمال هم صحيح نه دې کړې، او مريم نواز ته ئې بدې ردې وئيلي دي، کوم چې د پښتون قام رواياتو خلاف ده ۔
په دې موقع وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي چې وزيراعلیٰ ترهه ګرو ته غږ نشي کولې نشې او په سټيج د زنانؤ سپکاوې کوي ۔
وفاقي وزير عطاء تارړ اووئيل چې د يوې صوبې وزير اعلی د ترهګرو خلاف کاروائي نشي کولي ،صوبه او په خپل کلي کښې ئې د امن وضع برباده ده، او خبرے د نورو صوبو کوي ۔
علي امين ګنډاپور ته وزيراعلیٰ وئيل د دغې څوکۍ سپکاوې دې، امير مقام
څرگندونې نشته1 Mins Read