اسلام آباد: چيف جسټس قاضي فائز عيسي په سپريم کورټ کښې د نوې عدالتي کال شروع کيدو په اړه د فل کورټ ريفرنس ته د وينا نه وروستو خبريالانو سره غير رسمي خبرې کړېدي ۔
په دې موقع يو صحافي سوال کړې چې رانا ثناءالله دا خبره کوي که د ټولو ججانو عمرونه سيوا شي نو تاسو هم د خپل مدت ملازمت کښې توسيع کولو ته راضې ئې؟ په جواب کښې چيف جسټس اوويل رانا ثناءالله صاحب زما مخې ته راوولې ۔
چيف جسټس اووئيل چې يوه غونډه کښې وزير قانون اعظم نذير تارړ، جسټس منصور علي شاه او اټارني جنرل موجود وو ،ولې رانا ثناءالله موجود نۀ وؤ ۔
په دې موقع ما وئيلي وو چې د نورو ججانو مدت ملازمت کښې دې توسيع اوکړې شي ، ولې زه به خپل ځان لپاره دا توسيع قبوله نکړم، د ژوند څه پته لګي چې زه به سبا يم او کنه ۔
د شپږ ججانو د خط نۀ د اورېدنې په اړه د پوښتنې په جواب کښې چيف جسټس اووئيل چې د شپږو ججانو د خط مسئله بائد د کميټۍ لخوا حل شي ۔
تازه ترین خبرونه
چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ د خپل ملازمت موده کښې توسيع کولو نه صفا انکار کړې
څرگندونې نشته1 Mins Read