د خېبر نيوز پروګرام مرکه کښې کوربه حسن خان سره خصوصي انټرويو کښې فواد چودهري اووئيل چې تحريک انصاف سياسي او اسټيبلشمنټ سره خبرې اترې کوي ، د محمود اچکزئې سياسي جماعتونو او د علي امين ګنډا پور اسټيبلمشنټ سره خبرې اترې روانې دي ۔
فواد چودهري انکشاف کړې چې د باني پي ټي آئي او نوازشريف ترمينځ هم رابطه ده، باني پي ټي آئي سره غير مشروط مذاکرات روان دي، ولې چې نوازشريف پخپله وئيلي وو چې خبرو اترو کښې به هيڅ شرائط نه وي ۔
فود چودهري اووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې خلقو عمران خان ته ووټ ورکړيدې، پنجاب مقابله کښې په پښتونخوا کښې پي ټي آئي ته جلسې کول ډير آسان دي ۔
پخواني وفاقي وزير فواد چودهري مخکښې اووئيل چې د آصف زرداري او نوازشريف ترمينځه اختلافات وو، خو په سياست کښې جوړ توړ کيږي ۔
هغه اووئيل چې ن ليګ او پي ټي آئي ترمينځه نيوټرل کردار پکار دې کوم چې محمود خان اچکزئي ته سپارلې شوېدې ۔
فواد چودهري دا هم وئيلي چې د جنرل باوجوه يو ايکسټيشن لوجې ملک ته لوئې زيان رسيدلې، جنرل باجوه وئيلي وو چې ن ليګ حکومت به راله بيا ايکسټينشن راکوي ۔
فواد چودهري زياته کړې چې کالعدم ټي ټي پي سره مذاکرات يو ښه مقصد لپاره کيدل، که چرې د پي ټي آئي حکومت ختم شوې نه وه نو نن به دغه مسئله حل شوې وه ۔
هغه دا هم وئيلي چې تحريک انصاف او افغان حکومت ترمينځه ښه تعلقات وو، افغان حکومت د ټي ټي پي په مسئله د پاکستان مرسته کول غواړي ۔