سينيټر طلحه محمود د خېبر نيټ ورک اسلام آباد سنټر دوره کړې ده، په دې موقع د خېبر نېټ ورک د بيلا بيلو شعبو جاج ئې اخستې او د دې د مختلفو شعبو په اړه ورته تفصيلي بريفنګ ورکړې شويدې ۔
خيبر نيوز او کے ټو ټيلي ويژن سره خبرو پر مهال سينيټر طلحه وئيلي چې د خیبر نيټ ورک د ټولو دفترونو او د مختلفو شعبه دوره مې کړېده ۔
سينيټر طلحه محمود اووئيل چې د خېبرنيټ ورک ټول دفترونه نه صرف لوئې دي بلکه د علاقائي کلتور يو ښکلې رنګ ورله ورکړې شوې، کوم چې د ستائنې وړ خبره ده ۔
سينيټر طلحه محمود اووئيل چې خيبر نيټ ورک سيمه ايزو خبرونو ته ترجيح ورکوي او په دې لړ کښ ې له ډيرې مودې راهسې فعال کردار ادا کوي ۔.
هغه زیاته کړه چې خیبر نيټ ورک خلقو ته مثبت او حځانګړې خبرونه ورکولو کښې مهم کردار لوبوي ،کوم چې د ستائنې وړ دې ۔
سينيټر طلحه محمود مخکښې وئيلي چې خيبر نيټ ورک خپل ځانګړې شناخت لري چې څومره یې ستاینه وشي دومره کمه ده ۔
سينيټر طلحه محمود دا هم اووئيل چې ما د خېبر نېټ ورک د بېلا بېلو څانګو تفصيلي دوره اوكړه او ډير زيات ترې متاثره شوي يم ۔
تازه ترین خبرونه
خېبر نيټ ورک اولس تازه معلوماتو نه خبرولو کښې مهم کردار ادا کوي،سينيټر طلحه محمود
څرگندونې نشته2 Mins Read