د ايبټ آباد ضلعي پوليس مشر وينا ترمخه سيټهي جومات سره نيزدې پوليس اهلکار د معمول په ګشت وو،چې دې دوران پوليس اهلکارانو يو شکمن تن ته د اودريدو اشاره ورکړه ۔
په دې موقع دغه شکمن کس په پوليسو ډزې کړي،چې پکښې احتشام او شاه زيب نومي پوليس اهلکار ژوبل شوي وو ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې ژوبل اهلکار شاه زيب په هسپتال کښې ساه ورکړېده ۔
د ذرائعو مطابق پولیس لخوا جوابي ډزوکښې ملزم منشیات فروش احسن هم په موقع وژلې ، د شهید پولیس اهلکار شاه زیب د جنازي مونځ نوا شهر ګراونډ کښې ادا کړې شويدې ۔